د منبع الجهاد خپروندیه ادارې له خوا بدري لښکر ۴ نشر ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسون د منبع الجهاد خپروندیه ادارې له خوا بدري لښکر ۴ نشر ته وسپارل شو .

په فلم کې د فدایې مجاهدینو عجیب او غریب ټریننګ ( تدریب ) او د هغوی د زړه له کومې پیغامونو صحنې عکاسي شوي.

په دغه جهادي فلم کې د اتو تنو فدایې مجاهدینو له خوا د کابل په ښار کې د(CIA)او په ارګ ځپونکې ډله ییز فدایې برید صحنې راخستل شوي .

د فلم ډیزاین د تیرو شوو ټولو جهادي فلمونو څخه خورا ښایسته او په زړه پورې دی چې نوموړي فلم ته یې ډیره ښکلا وربښلې همدا رنګه دغه جهادي فلم ته د ملافقیر محمد درویش په زړه پورو ترانو دفلم خوند دوه چنده زیات کړی .

دیاد برید مکمل راپور: دغه برید کې چې نن سهار وختي شپږ نيمې بجې دکابل ښار  زړه ، ترټولو با امنه سيمې دکرزي دارګ خولې ته  ۸ تنه فدايي مجاهدینو هر يو شمس الله   او عمر دميدان وردګو ،  محمدصديق دپکتيکا ، نصير احمد او شفيع الله دکابل  ، نیازمين دپکتيا ، محمدکبير  اوقادرخان دخوست  اوسيدونکو دخپلو سپکو او درنو وسلو سره  ځانونه ورسول او بریدونه يې پيل کړل ، دبريد عمده موخه دآريانا هوټل چې امريکايان ورنه ګټه اخلي او پکې دننه دامریکا دجاسوسۍ سازمان(CIA)دفتر ، بهر ارګ ماڼۍ او درژیم ددفاع وزارت وو ، بريد  ولاړ موټر ته په انفجار ورکولو سره پيل شو او مجاهدين له پلان سره سم خپلو ټاکل شوو سنګرونو ته ورسيدل ، په هوټل کې دننه  د(CIA)مهم دفتر او ګڼ شمیر کارکونکي د دوو جنرالانو کرسټل او ګوريک په ګډون  تر برید لاندې راغلل ، بريدتر ۹ نیمو بجو دوام درلود او ګڼ شمیر بهرني اشغالګر پکې مړه او ژوبل شول ، ودانۍ ته يې پوره زیان ورسيد او ډير عراده جات يې هم ویجاړ شول ، بريد کونکو فدايي مجاهدینو دراکيټ ، پيکا ، اور غورځونکو او لاسې بمونونه څخه استفاده وکړه او دښمن يې کابو ۳ ساعته تر اور لاندي وساته ، قهرمانو فدايانو په خورا تاکتيک او دننۍ مرستې سره ځانونه دغه ځای ته له وسلو او موټر و سره ورسول او ددښمن دغه له امنه ډک ځای يې هم له بې امنۍ او ځپونکې حالت سره مخ کړ .

دا  فلم  دمنبع الجهاد سټوډیو د جهادي فلمونو د لړۍ څلورمه کړۍ ده، چې ټول  یو ساعت او ۲۶ دقیقې دی  . له دې ځايه يې اوچت او ضعيف کوالټۍ کې  ښکته   .کولای شئ  .  هیله ده  تنده مو پرې ماته شي .

اعلی معیار
HD(ايچ ډي) کوالټي دلته وګورئ
HD(ايچ ډي) کوالټي له دغه ځای څخه ښکته (ډاونلوډ) کړئ

متوسط معیار
FLV(فلش) كوالټي یې دلته وګورئ
FLV(فلش) كوالټي یې له دغه ځای څخه ښکته کړئ

کمزوری معیار

3GP(تري جي پي) کوالټي دلته وګورئ
3GP(تري جي پي)له دغه ځای څخه ښکته کړئ

 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: