(تعلیم او تربیه) د الاماره سټوډیو ویډیويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګې مربوط الاماره جهادي سټوډيو د (تعلیم او تربیه) په نوم ویډیویي راپور نشر کړ.
دا ویدیویي راپور چې د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په کنصف سیمه کې د تعلیم او تربیې په اړه ترتیب شوی دی، ۲۱ دقیقي کیږي. په نوموړي ویډيويي راپور کې د الاماره سټوډیو همکار د شلګر ولسوالۍ اړوند د کنصف سیمې ته ورغلی او هلته یې په دې سیمه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون تر څارنې لاندې جوړو شویو مکاتبو او مدرسو څخه له نیژدې لیدنه کړې او دغه ویډیويي راپور يې پرې جوړ کړی دی.
په راپور کې د الاماره سټوډیو همکار په کنصف سیمه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کمیسیون په هلو ځلو د جوړې شوې مدرسې، چې د (جامعة خیرالمدارس) په نوم ده، له شاګردانو او استادانو سره د مدرسې د کیفیت په اړه مرکې کړې دي، د یادې مدرسې زده کونکي او ښوونکي په خپلو مرکو کې خوښي څرګندوي، چي د اسلامي امارت له لوري ورته د دیني او عصري زده کړو زمینه مساعده شوې ده او د لا پرمختګ لپاره ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
همدا راز په ویدیو کې د الاماره سټوډیو همکار د کنصف سیمې له څو تنو قومي مشرانو سره د دوی په سیمه کې د تعلیم او تربیې په هلکه پوښتنې کړې دي، د پوښتنو په لړ کې یې دا هم پوښتلي چې دلته په سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدین څومره تعلیم او تربیې ته ژمن او په دې برخه کې یې کوم خدمات ولس ته وړاندي کړي دي، ځواب یې د سیمې د څو تنو قومي مخورو څخه په ویډیو کې اورېدلی شئ.
د تعلیم او تربیې په هلکه د الاماره سټوډیو تازه نشر شوی ویډیويي راپور له لاندې ورکړل شویو لینکونو کتلی او ښکته کولی شئ.
د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
د الاماره جهادي سټوډيو اداره


Telegram Link

https://t.me/alemarastudio

HD فارمــټ ډاؤنلوډ متوسط فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل 3GP  فارمــټ ډاؤنلوډ web flv فارمــټ ډاؤنلوډ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: