د غزني په شلګر کې د تسلیم شوي اربکي قومندان ویډیویي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الاماره جهادي سټوډیو د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې د تسلیم شوي اربکي قومندان ویډيو نشر کړه.

دا ویډیويي راپور چې ۷ دقیقې کیږي، د غزني ولایت په شلګر والسوالۍ کې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کیمسیون د جلب او جذب څانګې په هلو څلو د تسلیم شوي اربکي قومندان خدایداد سره پکې تفصیلي مرکه شوې ده.

د خدایداد په نوم اربکی قومندان چي ډېره موده یې د کابل له غلامي ادارې سره د اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې دندې ترسره کولې، څو ورځي وړاندې د حق په درک کولو سره په یاده سیمه کې له یو میل کلاشینګوف او چانټې سره مجاهدینو ته تسلیم شو، چې د مجاهدینو له لوري ورته د امن کارت ورکړل شو او خپل عادي ژوند یې پیل کړ.

د الاماره سټوډیو دا لنډ ویډیويي راپور د ورکړل شویو لینکونو په مټ کتلی او ښکته کولی شئ.

 


Telegram Link

https://t.me/alemarastudio

HD فارمــټ ډاؤنلوډ متوسط فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل 3GP  فارمــټ ډاؤنلوډ web flv فارمــټ ډاؤنلوډ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: