(د فراه رود موجونه) په نوم د الاماره سټوډیو ویډیويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الاماره جهادي سټوډیو د (فراه رود موجونه) په نوم نوی او په زړه پوري ویډیويي راپور نشر کړ.

دغه ۱۴ دقيقه ييز راپور د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کي د دښمن په مهمو قرارګاوو او پوځي قطارونوباندې د مجاهدینو له لوري تر سره شویو عملیاتو ته ځانګړی شوی دی.

د راپور په پیل کې یوه لنډه مقدمه راوړل شوې ده، چي په فراه رود ولسوالۍ کې د مجاهدینو د عملیاتو د زمان، مکان، تلفاتو او غنایمو په اړه کتونکو ته معلومات وړاندې شوي، ورپسې په یاده ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د اتلو مجاهدینو  له لوري په دښمن د ترسره شویو څو بریمنو عملیاتو ژوندۍ صحنې ځای شوي دي چي د یوې نوې او زړه راښکونکې ترانې سره یو ځای لیدل کیږي.

د الاماره جهادي سټوډیو تازه نشر شوی راپور په لاندې ورکړل شویو لینکونو کتلی او ښکته کولی شئ.

 


Telegram Link

https://t.me/alemarastudio

HD فارمــټ ډاؤنلوډ متوسط فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل 3GP  فارمــټ ډاؤنلوډ web flv فارمــټ ډاؤنلوډ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: