الاماره سټوډيو ( د سنګين غزا ) په نوم ويډيويي راپور نشر کړ

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې څه موده وړاندي د مجاهدينو د هم مهاله بريدونو په ترڅ کې د دښمن ګڼ مراکز فتحه شول، د ولسوالۍ مرکز او ګڼې قرارګاوې چې د ولسوالۍ د مرکز د دفاع په خاطر په خورا محکمه توګه ودانې شوې وې او ګڼ عسکر پکې ميشت و، په يو وخت د مجاهدينو تر بريدونو لاندې راغلل چې په پايله کې يې قرارګاوې فتحه شوې او عسکرو ته پکې زياته مرګ ژوبله واوښته.

په دې فاتحانه بريد کې د الاماره سټوډيو همکار هم شرکت درلود چې بريد يې له پيله ترپايه عکاسي کړی او دغه راز يې د بريد پيلونکی فدايي مجاهد هم غږولی دی.

ويډيو د اسلامي امارت فرهنګي کميسيون د سمعي او بصري څانګې د الاماره سټوډيو همکارانو په زړه پورې ډول اوډلی، چې ټول ۱۵ دقيقې وخت نيسي.

دغه ويډيو راپور د قرآن کريم په مبارک ايت پيليږي او ورپسې لنډه مقدمه راځي چې د بريد د نوعيت، فتحې او غنائمو په اړه پکې معلومات وړاندې شوي دي.

د دې راپور په يوه برخه کې د الاماره جهادي سټوډيو همکار له فدايي مجاهد عبدالقدوس مقدس سره غږيدلی چې نوموړي ورته خپلو والدينو، مجاهدينو او عامو مسلمانانو ته پيغامونه سپارلي.

ويډيو د هيواد د تکړه او خوږ ژبي ترانه خوان ملا فقير محمد درويش ترانو لا ښکلې کړې ده.

له لاندي لنکونو څخه د دې راپور بيلابيل کيفتونه ليدلی او ښکته کولی شئ.



Telegram Link

https://t.me/joinchat/AAAAAEAXwpGCag1bcBzurw

HD فارمــټ ډاؤنلوډ متوسط فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل 3GP  فارمــټ ډاؤنلوډ web flv فارمــټ ډاؤنلوډ

 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: