الاماره سټوډيو د نيش ولسوالۍ د فتحه شويو پوستو ويډيويي راپور نشر کړ

د نيش ولسوالۍ په اړونده سيمو کې د عمري عملياتو په لړ کې د دښمن ګڼې پوستې فتحه شوې.

د اسلامي امارت مجاهدينو په سيمه کې په يو وخت د اربکيانو په پوستو بريدونه پيل کړل چې په پای کې يې پوستې فتحه او پراخه سيمه يې له شتون څخه پاکه شوه.

په سيمه کې د الاماره سټوډيو همکار د فتحه شويو پوستو، وژل شويو او نيول شويو اربکيانو عکاسي کړې ده چې د فرهنګي چارو کميسيون اړوند د الاماره سټوډيو همکارانو د ويډيويي راپور په بڼه اوډلې ده.

دغه ويډيويي راپور چې نژدې ۱۳ دقيقې دی، په زړه پورې بڼه ترتيب شوی چې د خوږ ژبو ترانه خوانانو ترانو يې ښکلا لا نوره زياته کړې.

د لاندې لينکونو له لارې د راپور مختلف کيفيتونه کتلی او ښکته کولی شئ.



Telegram Link

https://t.me/joinchat/AAAAAEAXwpGCag1bcBzurw

HD فارمــټ ډاؤنلوډ متوسط فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل فارمــټ ډاؤنلوډ موبايل 3GP  فارمــټ ډاؤنلوډ web flv فارمــټ ډاؤنلوډ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: