د مارجې سوبه، دالاماره سټوډیو تازه ویډیو نشر شوه

د عزم عملیاتو په لړ کې دهیواد په مختلفو ولایتونو کې د مجاهدینو له لوري ددښمن په ثابتو مرکزونو،پوځي قرارګاوو او پوځي قطارونو باندي مخامخ تهجمي بریدونه،دمځکې لاندې د ښخ شویو ماینونو قوي چاودنې او ډلیزې استشهادي‌حملې ترسره کیږي
په دې وروستیو کې د هلمند ولایت په مختلفو ولسوالیو کې هم مجاهدینو د ددښمن په خلاف حملې ګړندۍ کړې چې په ترځ کې یې ګڼې سیمې د مجاهدینو له لوري فتحې شوې، له دې جملې نه د مارجې مهمه او ستراتیژیکه ولسوالي ده چې مجاهدینو پکې دپام وړ پرمختګونه کړي او د تندریزو عملیاتو په نتیجه کې یې له مرکز پرته نوره ټوله ولسوالي په بشپړ ډول فتح کړې.
په یاده ولسوالي کې ددښمن په قوي مرکزونو،قرارګاو او امنیتي پوستو باندي‌د مجاهدینو له لوري د مخامخ بریدونو او د فتح شویو مرکزونو صحنې د الاماره سټوډیو همکار عکاسي کړې چې په بنسټ یې د فرهنګي‌کمیسیون د سمعي او بصري څانګې مربوط د الاماره جهادي سټوډیو لخوا د مارجې سوبه )په نوم په زړه پوري‌ ویډیویي کلیپ ترتیب شوی او د کتونکو لپاره وړاندي‌شو.
دا ویډیوچې ټول ټال شل دقیقې کیږي، له لنډې مقدمې وروسته د عبادالله قلف په مهمه قرارګاه د مجاهدینو د مخامخ برید صحنه ښکاره کوي چې د کتونکي‌توجه زیاته جلبوي.
د ویډیو په پاته برخه کې دسیستاني،سیپن، اویانو ژرندې قرراګاه، سپین پټ پوسته، تندرقرارګاه او د یو شمیر نورو
فتحه شویو امنیتي پوستو صحنې ځای شوې همداراز د ویډیو په بله برخه کې د هلمند ولایت د مرستیال والي ملا محمد داود مزمل او د مارجې ولسوالي د نظامي‌مسول قاري‌فدا محمد لنډې مرکې هم ځای شوې چې په مارجه کې د فتحه شویو سیمې په اړه معلومات ورکوي.
ویډیو په لاندي لینکونو کتلای او اوخپلو کمپیوټرونو او موبایلونو ته ښکته کولای شئ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: