د قلعه زال فتح، د الاماره سټوډیو نوې په زړه پورې ویډیو نشرشوه

د منصوري عملیاتو په ګړندي بهیر کې د اسلامي امارت د قهرمانو مجاهدینو له لوري د قلعه زال ولسوالي مرکز امنیه قومنداني او اړوندې ټولې امنیتي پوستې په بشپړ ډول فتح او د اسلامي‌امارت سپین بیرغ پکې رپاند شو.
قلعه زال ولسوالي د کندز په ادارې واحدونوکې مهمه او ستراتیژیکه ولسوالي ده چې په فتح سره یې پراخې او ګڼ میشتې سیمې د مجاهدینو تر واک او کنترول لاندې راغلې د یادې ولسوالي د فتح په عملیاتو کې دښمن ته د سر دروند زیان واوښت، ګڼ شمیر عسکر یې مړه او ژوبل شول.
په سیمه کې مسولو مجاهدینو الاماره سټوډیو ته وویل چې په جګړه کې شپږ تنه اربکیان هم له خپلو وسلو سره یو ځای ورته  تسلیم شوي.
په دې بریمنو عملیاتو کې مجاهدینو ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې، شوبلې او رینجرې  په غنیمت نیولې.
د الاماره سټوډیو همکار چې له مجاهدینو سره د فتحې په عملیاتو کې موجود وو، د قلعه زال له ولسوالي څخه یې الاماره سټوډیو ته په خپله کمره عکاسې شوې صحنې رالیږلې چې پر بنسټ یې الاماره سټوډیو یو مستند راپور ترتیب کړی.
چې د لاندي‌ورکړل شویو لینکونو له لارې یې مخامخ کتلی او کښه کولای شئ.



Telegram Link

https://t.me/joinchat/AAAAAEAXwpGCag1bcBzurw

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: