الاماره جهادي سټوډيو د فتحه شوې سنګين ولسوالۍ اړوند په زړه پورې ۷۷ اصدار نشر کړ

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسيون د سمعي او بصې څانګې اړوند الاماره جهادي سټوډيو د هلمند ولايت د فتحه شوې ولسوالۍ (سنګين) په اړه نوی په زړه پورې  ۷۷  اصدار نشر کړ.

دغه اصدار چې په لنډه مقدمه او د مجاهدينو د فتحو په انځورونو او ويډيوګانو پيل کيږي، په یاده ولسوالۍ کې د دښمن او مجاهدينو فعاليتونه پکې څرګند شوي.

همدا راز په ولسوالۍ کې د اشغالګرو او ګوډاګیانو له لوري بمبارونه، خلکو ته اړول شوي زيانونه ښکاره کيږي او دغه راز پکې له ولسي خلکو سره مرکې هم شوې دي.

د اصدار په لومړۍ برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدينو له لورې د فتحه شوې ولسوالۍ (سنګين) ودانۍ ته ورتلل او د افتتاح زړه خوشحالونکې صحنه ليدلی شو او ورپسې هغه مساجد، روغتون، دوکانونو او کورونه وينو چې يرغلګرو او لاسپوڅو يې په خورا وحشت سره بې توپيره بمبار کړي او له يوې مخې يې له منځه وړي دي.

په پای کې د ياد ولايت د موسی کلا ولسوالۍ وینو چې څه وخت وړاندې د اسلامي امارت مجاهدينو فتحه کړه او د دښمن لخوا پکې بمبار شوي، مساجد، د ولسوالۍ او امنيه قومنداني ودانۍ او دغه راز ګڼې ملکي ودانۍ بيرته د مجاهدينو لخوا ورغول شول چې په اصدار کې يې ټولې بيارغول شوې ودانۍ مشاهده کولی شو.

او دغه راز له خلکو څخه اورو چې د اشغالګرو لاسپوڅو ورسره څنګه سلوک کړی او اوس له مجاهدينو څومره خوشحاله دي.

د دې اصدار مختلف کيفيتونه له لاندې لينکونو څخه ښکته کولی او ليدلی شئ.

د افغانستان اسلامي امارت

د فرهنګي چارو کميسوين سمعي او بصري څانګه

د الاماره جهادي سټوډيو



Telegram Link

https://t.me/joinchat/AAAAAEAXwpGCag1bcBzurw

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: