الاماره سټوډيو د (عمري لښکر ۵) تر عنوان لاندې نوی جهادي اصدار نشر کړ

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګې اړوند د الاماره سټوډيو  لخوا په زړه پورې نوی اصدارپه۴ ژبو پښتو،دري،عربي،انګلیسي نشر شو.

دغه اصدار چې د عمري لښکر لړۍ ۵مه کړۍ ده، په بيلا بيلو ولاياتو کې د اسلامي امارت معسکراتو او د مجاهدينو تدريب ته ځانګړی شوی دی.

عمري لښکر ۵م په لنډه مقدمه پيل کيږي چې پکې د الله تعالی په لار کې د جهاد دنيوي او اخروي ګټې، د دين او وطن د دښمنانو په اعمالو د چوپتيا تاوانونه او د انګريزانو په وړاندې د افغان مجاهد ولس د پاڅون او دغه راز د سرو لښکرو په وړاندې د مجاهد ملت د مقابلې په اړه پکې خبرې شوې دي.

او له دې علاوه د اوسني اشغال په هکله هم لنډې او ګټورې خبرې اورېدلی شو.

له مقدمې وروسته د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د اسلامي امارت په معسکراتو کې د اسلامي امارت د مجاهدينو د اعداد او بيلابيلو عسکري مهارتونو صحنې وينو چې له پيله تر فراغته د الاماره سټوډيو د همکارانو لخوا عکاسي شوې دي.

دغه په زړه پورې اصدار چې د الاماره سټوډيو د تخنيکي همکارانو لخوا په نوې بڼه اوډل شوی او يو ساعت او۱۳ دقيقې کيږي .

 د اسلامي امارت د خوږ ژبو ترانه خوانانو په زړه خوشحالونکو اوزاونو لا ښايسته شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت

د فرهنګي چارو کميسيون

 سمعي او بصري څانګه

د الاماره جهادي سټوډيو

د عمري لښکر د لړۍ د ۵مې کړۍ ښه، ډير ښه او کمزوري کيفيتونه د لاندې تړونونو له لارې په خپلو مبايلونو او کمپيوټرونو کې کتلی او ورته ښکته کولی شئ.


Telegram Link

https://t.me/joinchat/AAAAAEAXwpGCag1bcBzurw

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *