(په مارجه کي فتوحات او د دښمن وحشت) د الاماره سټوډیو ویډیويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الاماره جهادي سټوډیو د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د مجاهدینو د پرمختګونو، فتوحاتو او لاسته راوړنو په اړه نوی او په زړه پورې ویډيويي راپور نشر کړ.

دغه ویډيويي راپور چې ۹:۰۰ دقیقې وخت نیسي او (په مارجه کې فتوحات او د دښمن وحشت) عنوان ورکړل شوی دی، پکې لیدل کیږي چې مجاهدینو د مارجې ولسوالۍ د ډارف چهار راهي قرارګاه، د زقوم چهار راهي قرارګاه او د کمیپ قرارګاه څخه د  ولسوالۍ تر مرکزه پر غزېدلې لار د دښمن ګڼ شمېر پوستې فتح کړې دي او یو شمېر پوځي وسایط یې تخریب او غنیمت کړي دي.

دغه راز د دې ویډيويي راپور په وروستۍ برخه کې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دښمن له لورې د عامو خلګو په کورونو بمباري شوې ده چې په نتیجه کې یې د سیمې د اوسېدونکو کورونه ویجاړ شوي او د دیني کتابونو تر څنګ پکې د قران کریم نسخې هم زیانمنې شوې دي.

د الاماره جهادي سټوډیو دغه ویډیويي راپور د لاندې لینکونو په مټ کتلی او ښکته کولی شئ.



Telegram Link

https://t.me/joinchat/AAAAAEAXwpGCag1bcBzurw

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: