(د غزني په زنخان کي د دښمن وحشت)دالاماره سټوډیو ویډیويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په اودکي کلي کي د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت په اړه ویډیو راپور نشر کړ.

دا ویډیويي  راپور چي د(د غزني په زنخان کي د دښمن وحشت)تر عنوان لاندي ترتیب شوی دی ۹:۵۷ دقیقې وخت نیسي او د الاماره جهادي سټوډیو د راپورونو دسلسلې ۱۲۲ کړۍ ده،په نوموړي راپور  کې لیدل کیږي چي د یاد ولایت د زنخان ولسوالۍ د اودکي په کلي کي  د کابل د ګوډاګۍ ادارې اجیرو عسکرو د خپلو بادارانو په ملتیا د شپې مهال په یاد کلي چاپه وهلې او په ترڅ کي یې د کلي دوه تنه مخور سپېنږیري او دوه ماشومان په شهادت رسولي دي ،همداراز یې په یاد کلي کي د خلګو نقلیه وسایط او کورونه په بمونو او مرمیو   تخریب کړي او سوځولي دي.

د الاماره جهادي سټوډیو همکار  د زنخان ولسوالۍ د اودکي په کلي کي د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت په اړه د راپور جوړولو په موخه د سیمي لیدلو ته ورغلی دی او  د بمبارد شویو کورونو او سوځول شویو نقلیه وسایطو د عکاسي کولو تر څنګ یې د کلي له زیانمنو شویو اوسېدونکو سره مرکې هم کړې  دي .

په یاده سیمه کي د ترسره شوي وحشت او جنایت بشپړ جریان او جزئیات د الاماره جهادي سټوډیو په دې راپور کې  د لاندي ورکړل شویو لینکونو په مټ لیدلای او اورېدلای شئ.



Telegram Link

https://t.me/joinchat/AAAAAEAXwpGCag1bcBzurw

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: