تعلیم او تربیه(۵) د الاماره سټوډیو ویډیويي راپور

دافغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو د(تعلیم او تربیه(۵)په نوم ویډيويي راپور نشر کړ.
نوموړی ویډیو يي راپور چي د الاماره جهادي سټوډيو د تعلیم او تربیې د سلسلې ۵ کړۍ ده، دغزني ولایت د زنخان او ګیرو ولسوالیو ته ځانګړی شوی دی.
د هيواد په هغو سيمو کې چې د اسلامي مارت د مجاهدينو تر کنټرول لاندې دي، د امنيت او ارامۍ سربېره پکې عام المنفعه کارونه په خورا چټکۍ سره دوام لري او د ترقي لپاره يې کار کيږي، دغه راز تعليمي او تربيتي بهير هم په منظم او منسجم شکل پر مخ روان دی چې د لا ښه ترتيب او بهبود لپاره يې وخت په وخت د اسلامي امارت د تعليم او تربيې د مسؤولينو لخوا بيلابيل پروګرامونه جوړيږي.
د غزني ولايت زنه خان او ګيرو هم يو له هغو ولسواليو څخه دي چې د اسلامي امارت مجاهدين پکې له ډيرې مودې راهيسې واکمن دي، دلته د اسلامي امارت د مخالف جهت د بې بنسټه تبليغاتو خلاف روغتيايي مراکز، مکاتب او مدارس او نور عام المنفعه تاسيسات فعال او د نورې ترقي لپاره يې پوره هڅې رواني دي.
په يادو ولسواليو کې د الاماره سټوډيو همکار تعليمي بهير څارلی، د ښوونځيو معلمين، مديران او دغه راز يې د تعليم او تربيې مسؤل غږولی دی، د تعليمي بهير په اړه ډير نور معلومات په دغه ويډيويي راپور کې د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري ليدلی شو.



Telegram Link

 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: