ننګرهار کي وحشت،دالاماره سټوډیو ویډیويي راپور

د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ اړوند ګولایي سیمه کې امریکایي اشغالګرو د کورنیو غلامو عسکرو په ملتیا د بې دفاع ملکیانو په کورونو وحشیانه چاپې وهلي دي .
امریکایي اشغالګرو د چاپې په مهال بمبارۍ هم ترسره کړې دي ، چې له امله یې د کلي مسجد او د خلکو ګڼ شمیر کورونه ویجاړ شوي دي .
همداراز ګډ وحشي دښمن د کورونو دتالاشي په مهال خلک وهلي، ۲ عرادې شخصي موټرونه یې سوځولي خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي ،دغه راز یې ۴ تنه کلیوال د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي .
په غني خیلو کي د دښمن له لوري د ترسره شي وحشت په اړه د الاماره جهادي سټوډیو لنډ ویډيويي راپور ترتیب کړی دی چي د ورکړل شوي لینک له لاري یې کتلی او ښکته کولی شئ.



Telegram Link

 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: