د اسلامي امارت مجاهدينو د غزني ولايت د شلګر ولسوالۍ په ودانۍ او ملحقه پوستو د بريدونو په مهال دښمن ته دروند مالي او ځاني زيان واړاوه او دغه راز يې د يو شمېر پوستو په فتحه کولو سره زيات تعداد وسلې او مهمات ونيول.
مجاهدينو د روان ۱۴۳۹ کال د محرم الحرام مياشتې په ۲۷مه د شپې ناوخته د ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا پوستو د موټر بم په توسط بريدونه پيل کړل چې تر سهاره يې دوام درلود او دغه راز د ورځې په اوږدو کې د دښمن له تازه دمو کومکي عسکرو سره هم پوره ۴ ساعته درنه جګړه وشوه.
په دې بريدونو کې د ولسوالۍ، امنيه قومنداني او نورو رياستونو ودانۍ په پوره ډول تخريب شوي، ۱۴ ټانګونه، ۱۰ رينجر او نور پوځي نقليه وسايط په ټوليزه توګه له منځه لاړل او له دې علاوه ۳۱ تنه عسکر ووژل شول او د امنيه قومندان نذير غورځنګ په شمول ۲۱ نور ټپيان شول.
د اسلامي امارت د مجاهدينو د دې برياليو عملياتو نور جزيات د الاماره سټوډيو په دې ویډیويي راپور کې کتلی شئ.
اعلی کیفیت |
کیفیت متوسط |
موبايل- فارمټ |
---|---|---|
![]() |
![]() |
![]() |