د فراه له سنګرونو دالاماره جهادي سټوډیو ویډیويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(د فراه له سنګرونو) په نوم نوی په زړه پوري ویډيويي راپور نشر کړ.
د فراه له سنګرونو ویډیو چي د الاماره سټوډیو د راپورونو دسلسلې ۱۶۵ کړۍ ده، فراه ولایت ته ځانګړی شوی دی، چې د مجاهدینو نظامي قوت، بریاوې، لاسته راوړنې او پر مختګونه پکې ليدلی شو.
دغه راز په دې ویډيويي راپور کي د الاماره سټوډیو همکارانو په بکوا ولسوالۍ کې د مجاهدینو په یوه ستره غونډه کې ګډون کړی دی، چي مجاهدینو ته د مسؤلینو او علماء کرامو له لوري په نبوي طریقه ژوند تیرولو او د فکري یرغل په وړاندې د مقابلې په اړه ويناوې شوي دي.
د ویډیو په منځنۍ برخه کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) هغه وړاندوینه د مجاهدینو له موټریز کاروان سره اورېدل کیږي چي د امریکايي اشغالګرو تر راتګ وړاندې یې د هغوی د زوال په هکله کړې وه.
همداراز (د فراه له سنګرونو) ځانګړی ویديويي راپور په وروستۍ برخه کې د الاماره سټوډیو همکارانو په یاد ولایت کې د مجاهدینو له یو محبس څخه لیدنه کړې، چي د دښمن لوړ رتبه او ټیټ رتبه عسکر پکي بندیان دي او له هغوی سره یې لنډې مرکې کړي دي.
د دې ویډيويي راپور په وروستۍ برخه کي لیدل کیږي چي د الاماره جهادي سټوډيو همکار د فراه ولایت د فرارود ولسوالۍ بخش اباد سیمه کې د اسلامي امارت په همکاري د اوبو یو ستر بند د جوړېدو چارې څارلي او د بند د مساحت، ظرفیت او ګټو په هلکه يې کتونکو ته معلومات وړاندې کړي دي.
د فراه له سنګرونو ځانګړی ویډیويي راپور د لاندې ورکړل شویو لینکونو له لارې کتلی او ښکته کولی شئ.



Telegram Link

 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *