د خوګیاڼو فتحه دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د منصوري عملیاتو په دښمن ځپونکي بهیر کې د روان کال داکتوبر میاشتي په دیرشم تاریخ د شپې مهال مجاهدینو دغزني ولایت دمرکز اړوند قلعه قاضي سیمه کي د دښمن نظامي مراکز فتح او زیاتي وسلې او مهمات یې ترې ولجه کړل.
دکابل ګوډاګي ادارې د نورو ولایاتو غوندي د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ هم له اصلي موقعیت څخه د باندي دغزني د مرکز مربوط سیمه کي یوه ودانۍ د خوګیاڼو د ولسوالۍ په نوم نومولې وه،سره له دې چي د یادي ولسوالۍ اصلي مقر له ډيري مودي را په ديخوا د مجاهدینو په کنټرول کي ده
د اکتوبر په دیرشم تاریخ مجاهدینو د دښمن ددې جعلي ولسوالۍ په ودانۍ او دفاعي پوسته برید وکړ چي په پایله کي یاده جعلي ودانۍ او پوسته فتحه شوه،په ترسره شوي برید کي د دښمن ۱۹ عسکر ووژل شول، ګڼ شمیر سپکي او درنې وسلې اومهمات مجاهدینو ته په لاس ورغلل.
دالاماره جهادي سټوډیو همکار د دې جعلي ولسوالۍ د فتحي په اړه لنډ ویډیويي راپور ترتیب کړی دی چي د لاندي لینکونو په توسط یې کتلی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

 

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: