(د کندوز په چهاردره کي د یرغلګرو وحشت) د الاماره سټوډیو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو (د کندوز په چهاردره کي د یرغلګرو وحشت) تر نامه لاندې ویډيويي راپور نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چي شپاړلس دقیقې کیږي، د یرغلګرو ځواکونو د هغه ستر وحشت په اړه ترتیب شوی دی چي څه موده وړاندې یې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ مربوط په سرک بالا سيمه کې تر سره کړی وو.
د يرغلګرو د نوې ستراتیژۍ له اعلان راوروسته د وحشيانه بمباريو په لړ کې د روانې صفرالمظفر مياشتې په ۱۵مه نېټه د کندز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په سرک بالا سيمه کې دوه لوی کلي په نښه شول چې له امله يې د زيات مالي زيان په اوښتو سربېره لسګونه تنه هيوادوال د ښځو او ماشومانو په شمول شهيدان او ټپيان شول.
امریکايي وحشي ځواکونو وروسته له هغه په دې ستر جنایت لاس پورې کړ چې دوی او د دوی ګوډاګيان ونه توانیدل چې په سیمه کې عملیات پرمخ بوځي.
له پرلپسې ماتې وروسته امريكايي اشغالګرو د شپې ناوخته د جګړې د کرښې شاته په لرې فاصله کې دوه لوی کلي تر بمبار لاندې ونیول او عامو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله. په سیمه کې د اوښتو تلفاتو په اړه نور جزيات د الاماره سټوډيو په دې ویډيويي راپور کې د لاندې ورکړل شویو لینکونو له لارې ليدلی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: