منصوري ګوزار (۲) د الاماره سټوډیو ویډیويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي د (منصوري ګوزار (۲) په نوم ویډیويي راپور نشر کړ.
نوموړی راپور چي د یادي جهادي سټوډيو د ویډيويي راپورونو د سلسلې ۱۷۳ شمېره راپور دی، د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ کې د مجاهدینو عملیاتو ته ځانګړی شوی دی.
د اسلامي امارت مجاهدينو د منصوري عملياتو په ګړندي بهير کي د روان ۲۰۱۷ د نومبر مياشتي په ۱۹ تاريخ د فراه ولايت فراه رود ولسوالۍ کې چي د کندهار او هرات په عمومي سړک پرته ده، د کابل د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو ۳ پوستې فتحه کړې، په فتحه شويو پوستو کي د دښمن تر پنځلسو پورې عسکر قتل او ۴ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
د عسکرو په وژل کېدو سربيره مجاهدينو ګڼ شمېر سپکي او درنې وسلې د یوه کرولا ډوله موتر په شمول له دښمن څخه ونيول شول.
دغه راز مجاهدينو د يادو پوستو د فاتحانه عملياتو په ترڅ کي د کابل د فاسدې ادارې د بدکاره عسکرو له منګولو څخه يو ۱۲ کلن ماشوم هم وژغوره، چي څه موده وړاندې د پوستې قومندان عبدالله جان د موسي قلعه ولسوالۍ څخه په جبري توګه خپلې پوستې ته بيولی وو.
بايد وويل شي چې څو ورځې وړاندې هم مجاهدينو د کندهار ولايت په شورابک ولسوالۍ کي د دښمن د پوستې د فتحې په مهال يو ۱۴ کلن ماشوم د دوی له منګولو ازاد کړی و، چې ورورسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د اسلامي امارت د اتلو مجاهدينو دغه وياړمنې کارنامې د الاماره ستوډيو په دې تازه نشر شوي ويډيويي راپور کې د لاندې ورکړل شویو لینکونو له لارې لیدلی شئ.

 


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: