هلمند موسی کلا کي د یرغلګرو وحشت،ویډيويي راپور

تیره شپه امریکايي عسکرو د خپلو ۶ غټو چورلکو او ګڼو نورو الوتکو په مټ د هلمند ولایت موسی قلا ولسوالۍ په هغه بازار چاپه ووهله چې د دریو ولسوالۍ خلکو په مشترکه جوړ کړی وو او د ښايسته بازار په نوم یادیده.
له دغه بازار څخه د هلمند ولایت د موسي کلا، سنګین او کجيکي ولسواليو خلکو د پلور او پير لپاره ګټه اخیسته چې امریکايي عسکر ورته راغلي د بازار تر سلو پورې دوکانونه،دخلکو له اموالو او سبزیو څخه ډک ګن شمېر بار موټر، د دوکانونو سامانونه او هرڅه يې لومړی چور او غلا کړي او بیا يې هغه شیان چې انتقال يې ورته ګران وو ټول ویجاړ کړي او سوځلي دي.
په دې بازار کې هيڅ نظامي کس موجود نه وو اونه هم کوم غیر قانوني څه پکي پلورل کېدل، بلکې د عامو خلکو څخه جوړ ولسي بازار وو، خوراکي مواد، رختونه او د عامو خلکو د اړتیا وړ شيان په کې خرڅيدل.
د امریکايي وحشي ځواکونو په دغه جنایت سره لسګونه دوکانونه ویجاړ شوي او سوزول شوي دي، ملکي خلکو ته په میلیونونه افغاني زیان اوښتی دی ..
امریکايي ظالمو عسکرو د چاپې په مهال یو لیونی کس چې بازار کې ګرځيده په ډزو سره شهید کړی، او ۴ تنه د بازار چوکيداران يې له ځانه سره وړي دي
د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ اړوند ښایسته بازار سیمه کي د یرغلګرو له لوري د ترسره شوي وحشت په اړه نور جزئیات د الاماره جهادي سټوډیو په ویډيويي راپور کې دلاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: