دجهاد سنګر(۲) په نوم دمنبع الجهاد سټوډيو تازه اصدار

د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند منبع الجهاد خپرندویه ادارې د (جهاد سنګر) دلړۍ دوهم فلم خپور کړ.
یاد فلم چې دپکتیا ولایت دجاني خېلو ولسوالۍ د وروستۍ سوبمنې معرکې په تاریخی فتحه راڅرخي ، له جهادی برم څخه ډکې فاتحانه صحنې ، دماتې خوړلي دښمن دذلت او رسوایئ او دبې شمیره غنیمتونو ایمان بښونکې شیبې یې لیدونکو ته وړاندې کړي دي.
په (۵۲) دقیقو وخت مشتمل نوموړی فلم ته فني او تخنيکي نوښت ، لوړ ماهرانه ګرافکس او ښکلی ډیزاین لا امتیاز وربښلی دی.
داسلامي امارت د مشهور ترانه ویونکي الحاج فقیر محمد (درویش)تر څنګ د مولوي عبدالعزیز (عزیزی) او محمد امين (حیدری) نویو او په زړه پورې ترانو ته هم ځای پکې ورکړل شوی دی.
لاندې آدرسونو څخه یې په مختلفو بڼو تر لاسه کولای شئ


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *