تعلیم او تربیه (۷)دالاماره سټوډیو ویډيويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو له لوري د تعلیم او تربیې(۷)په نوم ویډيويي راپور نشر ته وسپارل شو.
د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون چې د اسلامي امارت د نورو کميسيونونو تر څنګ د هيواد په ټولو ولاياتو او ولسواليو کې منظم فعاليت لري، له ډېرې مودې راهيسې د مدارسو ا ومکاتبو د شاګردانو د تربيې او تياري او د درسي بهير له ټولو اړخونو سره د بلدتيا په موخه بيلابيلې غونډې جوړوي.
د تعليم او تربيې کميسيون د دې ابتکاري سلسلې په لړ کې څو ورځې وړاندې په ننګرهار، غزني او بغلان ولايتونو کې پراخې غونډې ترسره شوې، چې د شاګردانو او د ياد کميسيون د اعضاؤو په شمول پکې د مدارسو مهتميمانو، د مکاتبو مديرانو، قومي سپينږيرو، مجاهدينو او عامو خلکو په زيات تعداد کې برخه لرله، چې په لړ کې يې د استادانو او شاګردانو لخوا ځانګړې ويناوې هم وشوې.
يادې سیالۍ په خوار شفافه توګه په ډیره ډاډمنه فضاء کې ترسره شوې او په لړ کې يې د اسلامي امارت د تعليم او تربيې کميسيون مسئولينو له عامو خلکو، د مدارسو له منتظمينو او د مکاتبو له مدیرانو سره د تعلیمي بهیر د لا پرمختګ او باکیفیته زده کړو ته د زمینې برابرولو په برخه کې له خپل توان سره سم د هر اړخيزو مرستو ژمنې وکړې.
د يادو پرتمينو غونډو بهير د الاماره جهادي سټوډيو په دې تازه نشر شوي ویډیويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *