په پکتیکا او بادغیس کي تر وخت تېردرمل وسوزول شول،دالاماره سټوډيوویډيويي راپور

خلکو ته د سالمو خدماتو د وړاندې کولو او د ضرر د دفعې په منظور د اسلامي امارت د صحت کمیسیون مسئولینو په پکتیکا او بادغیس ولایتونو کي له وخت څخه تیر درمل او خوراکي توکي چې په ځينو درملتونونو او خوراکه فروشیو کې خرڅيدل، کشف او له منځه یوړل.
د اسلامي امارت د صحت کمیسیون له هغو ټولو هیوادوالو څخه قدرداني کوي چې هیوادوالو ته د صحت او خوراکي توکو د رسولو په برخه کې په کار بوخت دي او له ټولو غوښتنه لري چې له وخت څخه تیر درمل او خوراکي توکي په خپلو هیوادوالو خرڅ نه کړي او په دې اړه خپل اسلامي او هیوادني مکلفیت په نظر کې ولري.
په پکتیکا او بادغیس ولایتونو کي تر وخت د تېرو درملو د سوزېدلو جريان د الاماره جهادي سټوډيو په دې راپور کې د لاندي لینکونو له لاري کتلی او ښکته کولی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *