بادغيس کې جهادي فعاليتونه،دالاماره سټوډيو ویډیويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند د الاماره جهادي سټوډیو له لوري (په بادغیس ولایت کي جهادي فعالیتونه) تر عنوان لاندي ویديويي راپور نشر شو.
په بادغيس ولايت کې د نورو ولاياتو په څير زياتې سيمې د مجاهدينو تر بشپړ واک لاندې دي او د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا پکې د نظامي فعاليتونو سربېره د تعليم او تربيې، جلب او جذب او بيا رغونې کارونه په منظم او منسجم شکل دوام لري.
څه موده وړاندې په ياد ولايت کې د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا يو کلينک جوړ او د طبي خدماتو په وړاندې کولو يې پيل وکړ چې د شاوخوا سيمو د اوسيدونکو لپاره يو لوی سهولت شو.
دغه راز د ياد ولايت اړوندو سيمو کې د اسلامي امارت د جلب او جذب کميسيون فعاليتونه هم په چټکۍ سره دوام لري. په تېره يوه اونۍ کې د قادس ولسوالۍ په ګنبد سيمه کې د ياد کميسيون د هڅو په پايله کې د ۴۰ کليو اوسيدونکو د بيلو بيلو لويو غونډو په ترڅ کې د اسلامي امارت څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
همدا راز د سنګ آتش او قادس په ولسوالیو کې مجاهدینو د دښمن په پوځي مراکزو فاتحانه عملیات ترسره کړي دي،د عسکرو په ګډون یې ګن شمېر سپکي او درني وسلي نیولي دي
په دې تازه نشر شوي ویډيو يي راپور کي د بادغيس ولايت لپاره د اسلامي امارت د والي صاحب له محترم مرستيال سره شوې مرکې ته هم ځای ورکړل شوی دی ،چي په یاد ولایت کې یې د اسلامي امارت د فعاليتونو په هکله لیدونکو ته تفصيلي معلومات وړاندي کړي دي.
بادغيس کې جهادي فعاليتونه په نوم ویډیويي راپور د لاندي لینکونو له لاري کتلی اوښکته کولی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *