پکتیا کې یو شمیر جنګي اسیران خوشي شول،دالاماره سټوډیو راپور

دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چاروکمیسیون دسعمي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو (پکتیا کې یو شمیر جنګي اسیران خوشي شول)تر نامه ویډیويي راپور نشر کړ.
څو ورځي وړاندي په پکتیاولایت کې یو شمیر هغه بندیان چې د مرکز ګردیز اړوند سیمو کې په مخامخ نښتو او یا فتحه شویو مرکزونوکې نیول شوي وو، د میلاد نبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت له ټینګ ضمانت اخیستلو وروسته د اسلامي امارت د مسؤلینو له لوري خوشي کړل شول.
یاد اسیران چې د لوګر، کاپیسا او پکتیکاولایتونو اوسیدونکي وو، د اسلامي امارت له لوري د ځانګړي مهربانۍ له مخي چې له خپل ولس سره یې لري، له کلک تضمین ترلاسه کولو وروسته چې بیا به هیڅکله د ګوډاګۍ ادارې لیکوته نه ورځي، آزاد کړل.
اسیرانو او د دوی وارثانو هم د اسلامي امارت له مجاهدینو څخه ډیره مننه وکړه، چې د بند په موده کې یې ورسره ډیر ښه چلند کړی او هیڅ ډول شکنجه او ځور یې نه دی ورکړ.
د خوشي شویو اسیرانو سره دالاماره سټوډیو همکار مرکې کړي دي ، چي په دې تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي یې د ورکړل شویو لینکونو له لاري مشاهده کولا شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *