هلمند ګرمسیر کي د دښمن وحشت،دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکميسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي ستوډيو د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ګډ دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت په اړه ویډيويي راپور نشر کړ.
د روان میلادي کال د دیسمبر میاشتي په ۲۹ تاریخ د شپي ۱۰بجې د کابل ګوډاګۍ ادارې کمانډو عسکرو د امریکايي چورلکو په ملتیا د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند په درویشانو سیمه کي د دوشنبي په محلي بازار چاپه ووهلې وه،چي په ترڅ کي د بازار ګڼ شمير دوکانونه چي جامې او پرزجات پکې پلورل کېدل، په بشپړه توګه سوځولي وو، دغه راز یې د بازار چوکیدار او څو تنه نور عام وګړي د کورونو د تالاشۍ په مهال تر سختي شنکنجې وروسته له ځان سره د بندیانو په توګه وړي وو.
د الاماره جهادي سټوډیو همکار يادې سيمې ته چې د کابل ګوډاګۍ ادارې او وحشي امریکايي عسکرو له لوري پکې وحشت سره شوی وو، ورغلی او راپور یې پرې تيار کړی دی چي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی او اورېدلی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *