بادغیس کي له مجاهدینو څخه د ولس ملاتړ، د الاماره سټوډيو راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو (بادغیس کې له مجاهدینو څخه د ولس ملاتړ)تر نامه لاندي ویډیويي راپور چې د بادغیس ولایت ته ځانګړی شوی دی، نشر کړ.
راپور چي ټول ټال شپږ دقیقې کیږي، د بادغیس ولایت په جهادي وضعیت ترتیب شوی دی.
د راپور لومړۍ برخه کې لنډه مقدمه راوړل شوې ده، چې پکې د یاد ولایت عمومي وضعیت لیدونکو ته روښانه شوی دی.
همداراز ورپسې د یوې لويې غونډې عکاسي شوې صحنې لیدل کیږي چي ګڼ شمېر خلګ د دیني علماء کرامو او قومي مشرانو په شمول د اسلامي امارت له یوه جهادي مسؤل سره د بیعت مراسم ترسره کوي او ملاتړ یې اعلانوي.
د ویديو په وروستۍ برخه کې په ولسي وګړو د اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کمېسیون له لوري د چاپ شویو مجلو د توزېع صحنه راوړل شوې ده چې خلګ یې په خورا تلوسه د ترلاسه کولو هڅه کوي، دغه راز د قادس ولسوالۍ له نظامي مسؤل سره مرکه شوې ده چي د خپلو بریاوو په هکله د الاماره سټوډیو همکار ته معلومات ورکوي.
د الاماره جهادي سټوډيو دغه تازه نشر شوی (۱۸۵) ویډيويي راپور د لاندې لینکونو له لارې کتلی او ښکته کولی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: