د نېش جهادي وضعیت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي چاروکمېسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الاماره جهادي سټوډیو (د نیش جهادي وضعیت) تر نامه لاندې ۱۸۶ویډیويي راپور نشر کړ.
دغه راپور چې ۱۲ دقیقې دی، د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ ته ځانګړی شوی دی.
د افغانستان په جنوب کې د کندهار ولایت یوه مهمه سیمه د نیش ولسوالي ده چې د ولایت په شمال کې موقعیت لري. نیش پخوا هغه سیمه بلل کیده چې د کندهار د ټولو ولسوالیو په نسبت پکې دښمن قوي حضور درلود. دا د دښمن د قوت نقطه وه، چې د کندهار او روزګان ولایاتو تر منځ یې د دښمن پوځي شتون ته پایښت ورکاوه.
خو په وروستیو کې د دې ولسوالۍ ډیرې سیمې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا فتحه شوې او یوازې په مرکز یې دښمن واک لري.
په نیش کې جهادي فعالیتونه لاهم روان دي، د الاماره سټوډيو همکار چې څه موده وړاندې یې له نیش ولسوالۍ نه لیدنه کړې، په اړه یې دغه لنډ ویډيويي مستند راپور ترتیب کړی دی، چي د لاندې لینکونو له لارې یې کتلی او ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: