د هلمند ګرمسير او باغران کې د دښمن وحشت،دالاماره سټوډیو ویډيويي راپور

دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چاروکمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(د هلمند ګرمسير او باغران کې د دښمن وحشت)تر نامه لاندي ویډیويي راپور نشر کړ.
نوموړی راپو چي ۲۰ دقیقې کیږي،په هلمند ولایت کي په مظلوم او بې دفاع ولس د ګډ دښمن د وحشتونو او جنایتونو په هکله ترتیب شوی دی .
امریکایي اشغالګرو څو ورځې وړاندې د شپې ناوخته د داخلي کوماندو په ملتیا د الوتکو په مټ د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې پر عام بازار چاپه ووهله چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخ شول او 5 تنه کوماندو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واوښته.
وحشي دشمن د تلفاتو له وراوښتو وروسته په بازار کې د عامو خلګو 6 دوکانونه، 6 موټر او 23 موټرسایکل وسوزول. 2 کورونه او 1 هوټل يې د هوايي بمبار په توسط ویجاړ کړل او ۳ تنه يې د يوې زنانه په شمول په شهادت ورسول، انالله واناالیه راجعون.
دغه راز څو ورځې مخکې يو ځل بيا اشغالګرو امریکايي ځواکونو د ۱۱ چورلکو په توسط او داخلي مزدورانو په ملتیا د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ په عام بازار چاپه ووهله چې په لړ کې يې د خلکو ګڼ دوکانونه ویجاړ کړل، کورنه يې تخریب کړل او د خلکو قيمتي توکي او پیسې يې چور او غلا کړل.
بې رحمه عسکرو په بازار او شاوخوا کورونو کې د عامو خلکو ۳۲ عراده جات سوزولي، ۳ تنه ملکي کسان يې شهیدان کړي او تر ۵۳ پورې نور ولسي خلک يې له وهلو ټکولو وروسته له ځانه سره بیولي دي. دښمن په یو زندان هم حمله کړې او زيات جنايي اویو شمیر سیاسي بندیان يې له ځانه سره وړي دي.
د يادو پېښو پوره جزيات د الاماره جهادي سټوډیو له لوري په دغه تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي د ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی او رېدلی او ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *