الاماره سټوډیو (فراه کې تازه فتوحات) ویډیويي راپور نشر کړ

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الاماره جهادي سټوډيو د (فراه کې تازه فتوحات) تر نامه لاندې په زړه پوري ویډ‌يويي راپور نشر کړ.
راپور چې ټول ټال ۱۲ دقیقې وخت نیسي، په فراه ولایت کي د مجاهدینو بېلابېلو عملیاتو ته ځانګړی شوی دی.
په راپور کي تر سرفلمي وروسته د کابل د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو هاموي شوبله لیدل کیږي چي د مجاهدینو له لوري په ښخ کړل شوي ماین منفجره کیږي او تخریبږي، چي پکي ناستو عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي.
همداراز په دې ویډیويي راپور کي دوه تنه نفوذي مجاهدین وينو چي ګڼ شمیر عسکر یې وژلي او د یو عراده موټر په شمول یې ډیرې سپکې او درنې وسلې له ځان سره مجاهدینو ته راوړې دي.
د راپور په وروستۍ برخه کې د هغو عسکرو سره مرکې شوې دي چي د مجاهدینو له لوري نیول شوي او یا یې د حقایقو په درک کولو سره د اسلامي امارت مجاهدینو ته ځانونه تسلیم کړي دي.
د ویډيو په وروستۍ برخه کي لیدل کیږي چي مجاهدینو د فراه رود په ولسوالۍ کې د دښمن په پوسته باندې بریالي عملیات ترسره کړي چي ګڼ شمير وسلي او مهمات یې ترې ولجه کړي دي.
فراه کي تازه فتوحات په نوم د الاماره جهادي سټوډيو دغه تازه نشر شوی ویډيويي راپور دلاندې لینکونو له لارې کتلی او ښکته کولی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *