د سپیشل فورسو وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون دسمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (د سپیشل فورسو وحشت) تر نامه لاندې ویډيويي راپور نشر کړ.
راپور چي ۱۲ دقیقې دی، د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کي په عامو خلګو د کادبل د ګوډاګۍ ادارې د سپیشل فورسو عسکرو په ترسره کړیو مظالمو ترتیب شوی دی.
څو ورځې وړاندې د کابل د ګوډاګۍ ادراې ظالمو عسکرو د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کي د ملګي او بې دفاع خلګو په کورونو چاپي وهلي دي، چي د ځاني تلفاتو تر څنګ یې د عامو خلګو شتمنۍ لوټ کړي او په کورونو کې موجود وسایط یې د بمونو، مرمیو او اورونو په توسط له منځه وړي او تخریب کړي دي.
په معروف ولسوالۍ کي د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت سیمې ته دالاماره جهادي سټوډیو همکار ورغلی دی او د زیانمنو شویو کلیوالو سره یې مرکې کړې دي چي په همدې تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي یې د لاندې ورکړل شویو لینکونو له لارې کتلی اوښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *