په غزني کي د دښمن وحشت،دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور

دافغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون دسمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو(په غزني کي د دښمن وحشت)تر نامه لاندي ویډيويي راپور نشر کړ.
څو ورځي وړاندي مزدور دښمن دغزني ولایت مرکز اړوندقرباغي کلي کي دبې دفاع ملکي خلګو په کورونو بې رحمه بمباري وکړه چي په ترڅ کي یې د۶ ماشومانو په ګډون یوه زنانه په شهادت ورسېدل.
داپه داسي حال کي ووچي مجاهدین دصحنې له ځایه ۶کیلومتره لیري دمنګور دکلي پرسرله دشمن سره په جګړه بوخت وو،
په دې پیښه کي دځاني زیان ترڅنګ مالي زیان هم اوښتی دی،دالاماره جهادي سټوډیو همکار د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت ساحې ته ورغلی او دشهیدانوفاتحې تر څنګ یې دقرباغي دکلي دشهیدانوله قریبانوسره خبری کړی، ترڅودنیاوال په حقیقت پوه شي چی دکابل غلامه اداره د افغان ولس په وړاندي څه ډول مظالم ترسره کوي.
دغزني ولایت مرکز اړوندقرباغي کلي کي مزدور دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت په اړه دالاماره جهادي سټوډیو تازه نشر شوی ویډیويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی او ښکته کولی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *