د کندهار ميوند کې د دښمن وحشت،د الاماره سټوډیو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي (دکندهار میوند کي د دښمن وحشت)تر نامه لاندي ویډیويي راپور نشر کړ.
نوموړی راپور چي ۱۱:۲۹دقیقې کیږي، د الاماره جهادي سټوډیو د راپورونو د سلسلې ۱۹۶ راپور دی.
اشغالګر او لاسپوڅي يې چې هيڅ قانون ته درناوی او باور پرې نه لري، د وحشتونو په دې لړۍ کې يې د روان ميلادي کال د فیبروري مياشتې په لومړۍ نېټه د کندهار د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه باندې د هوايي او زميني ځواک په ملتيا چاپه ووهله او مظلومو کليوالو ته يې په مالي زيان سربېره ځاني تلفات ورواړول.
بې رحمه عسکرو چې د شپې مهال سيمې ته راغلي وو، لومړی يې د يادې سيمې ټول وګړي له کورونو راايستلي او بيا يې په کورونو کې د تالاشۍ او چور تالان ترڅنګ چاوديدونکي توکي ځای پر ځای کړي، چې وروسته يې ۳ کورونه انفجار کړل او دغه راز يې ۴۹ عرادې موټرسايکل، واړه او غټ موټر په بشپړه توګه وسوزول.
وحشي طبيعته عسکرو په دې وحشت بسنه ونه کړه او له کورونو راايستلي، لاس تړلي ۳۱ تنه عام کلیوال يې له سختو شکنجو وروسته په شهادت ورسول، انا لله وانا اليه راجعون، دغه راز يې د چاپې په پای کې ۳۲ تنه له ځان سره د بنديانو په توګه يوړل.
یادوني وړ ده چې يرغلګرو او لاسپوڅو يې په تيرو دوو هفتو کې په کندهار، هلمند، اروزګان او کندز کې مکمل کلي بمبار او له مساجدو، مکاتبو او مدارسو سره د اور خوراک کړل، زيات تعداد کليوال يې په شهادت ورسول او ګڼ يې خپلو وحشي زندانونو ته يوړل.
د الاماره جهادي سټوډيو همکار د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند بند تیمور سیم کي د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت سیمي ته ورغلی چي د پیښي په تړاو یې د سیمي له اوسېدونکو سره خبري کړي دي ،چي په همدې (دکندهار په میوند کي د دښمن وحشت)تر نامه لاندي تازه نشر شوي ویډيویي راپور کي يې د لاندي ورکړل شویو لینکو په توسط لیدلی شو.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *