د ننګرهار په غني خیلو او سرخ رود کي د دښمن وحشت،ويډیويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو (د ننګرهار په غني خیلو او سرخ رود کي د دښمن وحشت)تر نامه لاندي ویډيويي راپور چي ۴ دقیقي کيږي نشر کړ.
لکه څنګه چې خبر یاست په دې وروستیو کې اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو دهیواد په لراوبر کې په سختو وحشتونو او قتلونو لاس پورې کړې دی. د کندز، غزني او د کندهار په میوند کې له وحشیانه بریدونو نه وروسته دا ځل دښمن د ننګرهار په ولایت کې وحشیانه عملیات کړي چې اولسي وګړو ته یي درانه زیانونه رسولي دي.
د 2018کال د جنوري په 28 نیټه د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند په سرخیلی سیمه كې د دښمن ځواكونو د ملکې وګړو په كورونو د چاپې په مهال د كورونو دروازی په بمونو ماتی کړې، خلک یی وهلي او له کورونو یې د عامو خلکو شتمنی لوټ كړي، دغه راز یې 7 تنه عام کلیوال یی د بندیانو په ډول له ځان سره وړي.
په ورته وخت بي رحمه دښمن د ننګرهار دغنی خیلو ولسوالۍ په ګلاهی سیمه كې د ملكې وګړو په كورونو چاپه وهلې او د خلکو دروازې یې په بمونو الوزولې دي.
په دې وحشیانه چاپه کې وحشی دښمن 2 مسجدونه هم ویجاړکړی او 5 تنه ولسی وکړی یی له ځان سره بیولی دي.
د دښمن د وحشت پوره حزئیات د الاماره جهادي سټوډیو له لوري په همدي تړاو نشر شوی لنډ ویډيويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی او خپلو کمپیوټرونو او موبایلونو ته ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *