تعلیم او تربیه (10)دالاماره سټوډیو 84 اصدار نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند د الاماره جهادي سټوډیو له لوري د تعلیم او تربیې(10) په نوم ویډيويي اصدار نشر ته وسپارل شو.
د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون چې د اسلامي امارت د نورو کميسيونونو تر څنګ د هيواد په ټولو ولاياتو او ولسواليو کې منظم فعاليت لري، له ډېرې مودې راهيسې د مدارسو ا ومکاتبو د شاګردانو د تربيې او تياري او د درسي بهير له ټولو اړخونو سره د بلدتيا په موخه بيلابيلې غونډې جوړوي.
د تعليم او تربيې کميسيون د دې ابتکاري سلسلې په لړ کې څه موده وړاندی د پروان په ولایت کې پراخې غونډې ترسره شوې، چې د شاګردانو او د ياد کميسيون د اعضاؤو په شمول پکې د مدارسو مهتميمانو، د مکاتبو مديرانو، قومي سپينږيرو، مجاهدينو او عامو خلکو په زيات تعداد کې برخه لرله، چې په لړ کې يې د استادانو او مجاهىينو لخوا ځانګړې ويناوې هم وشوې او په آخر کی شاګردانو ته انعامونه هم وویشل شول .
يادې غونډی په خوار شفافه توګه په ډیره ډاډمنه فضاء کې ترسره شوې او په لړ کې يې د اسلامي امارت د تعليم او تربيې کميسيون مسئولينو له عامو خلکو، د مدارسو له منتظمينو او د مکاتبو له مدیرانو سره د تعلیمي بهیر د لا پرمختګ او باکیفیته زده کړو ته د زمینې برابرولو په برخه کې له خپل توان سره سم د هر اړخيزو مرستو ژمنې وکړې.
د يادو پرتمينو غونډو بهير د الاماره جهادي سټوډيو په دې تازه نشر شوي اصدار کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *