د خاکریز له سنګرونو،دالاماره سټوډيو په زړه پوري اصدار نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو(د خاکریز له سنګرونو)په نوم ۸۵ یم نمبر په زړه پوري اصدار نشر شو.
د کندهار له جهادي سیمو څخه یوه هم د دې ولایت په شمالي برخه کې د خاکریز ولسوالۍ ده.
په خاکریز ولسوالۍ کې د تیر کال او روان کال په اوږدو کې بیلابیل فاتحانه عملیات شوي، چې په نتیجه کې یې ددښمن مهم مراکز او پوستې فتحه شوي، د دشمن په قواوو بریالي بریدونه شوي او دښمن ته په کې د سر او مال درانه تلفات رسیدلي دي.
د خاکریز په ولسوالۍ کې ډیری سیمې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې دي چې اوسیدونکي یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند تیروي.
د الاماره جهادي سټوډيو همکار د خاکریز ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې له مجاهدینوسره په عملیاتو،سمیزو غونډو کی ګډون کړی. همداراز یې له نظامی او ملکي مسؤولینو سره مرکې هم کړي دي چي په همدې (دخاکریز له سنګرونو)په تازه نشر شوي اصدار کي راوړل شوي دي
د خاکریز له سنګرونو اصدار چي د الاماره جهادي سټوډيو ۸۵اصدار دی،په خورا ښکلي ډیزاین او اعلی کیفیت ووډل شوی دی.
د خاکریز له سنګرونو تازه نشر شوی اصدار د لاندي ورکړل شویو لینکونو څخه په استفاده کتلی او خپلو موبایلو او کمپیوټرونو ته ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *