په خاکريز کې د دښمن وحشت،د الاماره سټوډیوویډيويي راپور

دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چاروکمیسیون دسمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي (په خاکریز کې د دښمن وحشت)تر نامه لاندي ویډيويي راپور نشر کړ.
څو ورځې وړاندې د کندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې د دښمن ګڼې پوستې او پوځي مراکز د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا فتحه شول، په يادو مراکزو کې د کابل ادارې عسکرو ته په ځاني زيان سربېره مالي زيان هم واوښت او زيات تعداد وسله ترې غنيمت شوه.
له دې فتوحاتو وروسته ګوډاګيانو او اشغالګرو همکارانو يې د خپل پخواني بزدلانه عادت له مخې يو ځل بيا له ملکي خلکو کسات واخيست، کورونه او نقليه وسائط يې ورته ويجاړ او ګڼ کليوال يې په شهادت ورسول.
يرغلګرو او ګوډاګیانو يې د شپې ناوخته د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په لالک او زرک سيمو باندې د الوتکو په مټ وحشيانه چاپه ووهله چې په لړ کې يې ۲۸ تنه شهیدان او بندیان، ۲ کورونه، ۲ موټر، ۳ تراکتوران او د ۳۰په شاوخوا کي موټرسایکل یې د اور خوراک کړل.
وحشي عسکر سیمې ته له رارسیدو سره سم د خلکو په کورونو ورننوتل او ۳ تنه ماشومان، ۴ تنه سپین ږیري او ۱۲ تنه ځوانان یې په خپلو کورونو کې په مرمیو وویشتل او په ډېره بې رحمۍ سره یې په شهادت ورسول، انالله واناالیه راجعون.

د دې وحشيانه چاپې په اړه نور معلومات د الاماره جهادي سټوډيو له لوري په دې تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *