په غزني کي تازه فتوحات،دالاماره سټوډیو ویډيويي راپور

دافغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو (په غزني کي تازه فتوحات)تر نامه لاندي ویډيويي راپور نشر کړ.
نوموړی راپور چي ۱۰ دقیقې کیږي او د الاماره سټوډيو ۲۰۲راپور دی ،د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ اړوند د رباط سیمه کي د دښمن په وړاندي د مجاهدنیو بریالیو عملیاتو ته ځانګړی شوی دی.
د غزني دهيک ولسوالۍ له څه مودې راهيسې د فتوحاتو شاهده ده،په ياده ولسوالۍ کې نه يوازې د دښمن پوستې فتحه شوې، بلکې زيات تعداد سيمه ييز اربکيان هم وژل شوي او څه موده وړاندې خو يې ۶ تنو قومندانانو هم د مجاهدينو په بريدونو کې ژوند له لاسه ورکړ.
څو شپې وړاندې هم د دغې ولسوالۍ په رباط سيمه کې د اسلامي امارت د خاصې قطعې مجاهدينو د اربکيانو په پوسته بريد وکړ چې په نتيجه کې يې پوسته فتحه او ۹ تنه اربکيان پکې ووژل شول. د عملیاتو په پيل کې له دښمن څخه وغوښتل شول چې تسلیم شي، خو هغوی ډزې پيل کړې او مجاهدینو هم پرې برید وکړ.
په بريد کې د ۹ تنو اربکيانو په وژل کېدو سربېره د دوی قومندان هم وژل شوی او یو شمېر یې ژوندی نیول شوی دی.
په فتحه شوې پوسته کې مجاهدینو درنې او سپکې وسلې او ګڼ شمېر ډول ډول مهمات او نظامي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي
د دې فاتحانه عملياتو ژوندۍ صحنې د الاماره سټوډيو په دغه تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو څخه په استفاته کتلی او ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *