تعلیم او تربیه (11)دالاماره سټوډیو ویډيويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند د الاماره جهادي سټوډیو له لوري د تعلیم او تربیې(11) په نوم ویډيويي راپور نشر ته وسپارل شو.
نوموړی راپور چي 8دقیقې کیږي او دالاماره جهادي سټوډیو۲۰۳راپور دی ، پکې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ مربوط د خوځخیلو سیمه کي د یوې ښونځۍ له مسؤل مدیر ،سر معلم او ښوونکو سره مختصري مرکې شوي دي.
دغه راز په راپور کي د الاماره سټوډيو همکار د زده کوونکو څخه د درس په مهال ځیني صحنې عکاسي کړي چي د راپور په ورستۍ برخه کي لیدل کیږي .
د الاماره جهادي سټوډیو له د (تعلیم او تربیه (۱۱))په نوم تازه نشر شوی ویډيويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی او خپلو موبایلونو او کمپیوټرونو ته ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: