الاماره سټوډيو (فراه کې بریالي عملیات) په نوم ویډیويي راپور نشر کړ

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون د سمعي او بصري څانګي مربوط الاماره جهادي سټوډیو (فراه کې بریالي عملیات) تر عنوان لاندې ویډيويي راپور نشر کړ.
دغه راپور چې ۳۹ دقیقې دی، په فراه ولایت کي د مجاهدینو بریمنو عملیاتو ته ځانګړی شوی دی.
فراه ولايت د امريکايي اشغال له پيله د جهادي حماسو شاهد دی، يرغلګرو او ګوډاګيانو يې دلته هم زيات مالي او ځاني زيانونه ګاللي او اوسمهال يې فعاليتونه دلته هم د نورو ولاياتو په څير تر مراکزو محدود دي او د اسلامي امارت د مجاهدينو په محاصره کې شپې ورځې تيروي.
څو ورځې وړاندې هم د اسلامي امارت مجاهدينو د ياد ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې د دښمن د نظم عامه په يوه لويه پوسته بريد وکړ چې په نتېجه کې يې پوسته په مکمله توګه فتحه، ګڼ عسکر پکې ووژل شول او زياته وسله مجاهدينو ته په لاس ورغله.
په پوسته د شپې 12 بجې برید پيل شو چې له 2 ساعته دوام وروسته پوسته فتحه او د 9 تنو وژل شويو عسکرو جسدونه په پوسته کې پاتې شول.
دغه راز د يادې ولسوالۍ اړوند په نعلک سيمه کې يوه لويه قرارګاه هم د اسلامي امارت د مجاهدينو له لوري په بشپړ ډول فتحه شوه، په دې قرارګاه کې د دښمن ۱۰ عسکرو ژوند له لاسه ورکړ او يو عسکر (رحمت الله د حضرت خان زوی) په زخمي حالت کې ونيول شو، چې د سيمې له تصفيې وروسته د بشري همدردۍ له مخې د سره صليب ادارې ته وسپارل شو.
د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د دښمن د مهمو مراکزو له فتحه کيدو او عسکرو ته يې له درانه مالي او ځاني زيان اوښتو وروسته ګوډاګيو عسکرو د اشغالګرو ځواکونو په ملتيا د چاپو او هوايي بريدونو په لړ کې عامو خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات واړول.
بزدله عسکرو د وراوښتو تلفاتو غچ له ملکي وګړو واخيست، دوی د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد سيمه کې دوه ورځې وړاندې د عامو کليوالو په کورونو چاپې ووهلې او دغه راز يې پرې بې رحمانه هوايي بمباري وکړه، د دې وحشيانه بمبار له امله د خلکو ګڼ کورونه ويجاړ او زيانمن شول او همدارنګه پکې زيات تعداد ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په شهادت ورسيدل، انا لله وانا اليه راجعون.
په فراه ولایت کې د وروستیو بریاوو، لاسته راوړنو او د دښمن د وحشتونو په اړه د الاماره جهادي سټوډیو له لوري تازه نشر شوی ویډيويي راپور د لاندې تړونونو له لارې کتلی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: