زرمت کې په پوسته د مجاهدينو چاپه،دالاماره سټوډیو ویډیويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو (زرمت کې په پوسته د مجاهدينو چاپه)تر نامه لاندي په زړه پوري ویډيويي راپور نشر کړ.
نوموړی راپور چي څه کم ۱۰ دقیقې کیږي او دالاماره جهادي سټوډيو ۲۰۵ راپور دی،د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کي د مجاهدینو د پوځي روزني او د دښمن په یوه پوسته باندي د ترسره شویو عملیاتو صحنې په کې راوړل شوي دي.
څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مجاهدينو د پکتيا د زرمت ولسوالۍ په نيکنام کلا سيمه کې د ګوډاګيانو یوه پوسته د شپنۍ چاپې په مهال په مکمل ډول فتحه کړه.
دا پوسته د زرمت ولسوالۍ او مرکز ګرديز د عمومي سرک په سر ودانه شوې وه، چې نژدې ورته دوه نورې پوستې هم تقريبا په ۲ او ۴ کيلومترو کې موقعيت درلود.
د اسلامي امارت مجاهدينو د شپې ناوخته په ياده پوسته چاپه ووهله او د ۷ تنو عسکرو په وژل کيدو سربېره يې ۵ تنه نور مرګوني ټپيان کړل، ۲ ميله پيکا ماشيندار، ۱ قبضه راکټ، ۵ ميله کلاشنکوفونه او نور زيات ډول ډول مهمات يې تر ولجه کړل او د عسکرو تخريب شوي نقليه وسايې وسوځول.
په پوسته د مجاهدينو د چاپې او پوځي روزني صحنې د الاماره سټوډیو له لوري په دې تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو په مټ کتلی او خپلو موبایلو نو او کمپیوترونو ته ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *