په کندز کي د دښمن وحشت،دالاماره سټوډيوویډيويي راپور

وحشي دښمن په کندز کې د دستاربندۍ غونډه بمبار کړه تر ۱۵۰ ملکي هیوادوال يې شهیدان او ټپیان کړل
تیره ورځ غرمه مهال د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د دفتاڼو بازار ته نیږدې په یوه دینه مدرسه ( دارالعلوم هاشمیه) کې د علماء کرامو او د قرآنکریم د حافظانو د دستاربندۍ غونډه د مزدور دښمن لخوا بمبار کړل شوه.
په غونډه کې د سیمې دیني عالمانو، ولسي خلکو او د مدرسو شاګردانو ګډون کړی وو.
وحشي صفته دښمن چې لا پخوا يې د هيڅ جنایت د ترسره کیدو څخه مخ نه دی اړولی دغه د دستار بندۍ غونډه تر بمبار لاندې ونیوه چې د ابتدايي معلوماتو په اساس تر ۱۵۰ تنو دیني عالمان، ولسي خلک او اکثرا ماشومان يې شهیدان او ټپیان کړل.
د دښمن هغه ادعا چې وايي ګنې په دې مدرسه کې د اسلامي امارت غړو ګډون درلود او یا د شورا غړيې ورته راغلي وو، بالکل له حقیقت څخه لری ده، دښمن غواړي خپل جنایت وپوښي او د خلکو په سترګو کې خاوري وشیندي.
د دښمن د وحشت نور جزئیات د الاماره جهادي سټوډيو په ویډيويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *