د کانټینینټل حماسه، د الاماره سټوډيو ۸۷ اصدار نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (د کانټینینټل حماسه)تر عنوان لاندي په زړه پوري اصدار نشر کړ.
د منصوري عملیاتو په لړ کې د روان کال د جنوري میاشتې په ۲۱ تاریخ د شپي مهال شاوخوا ۱۰ بجې کابل ښار کې د کانتننټل په هوټل چې د امریکا او ځينو نورو یرغلګرو هیوادونو له اتباعو ډک وي، استهشادي عملیات ترسره شول.
بریدونه د ۵ تنو استشهادي مجاهدینو (بلال، ایوبي او خلیل د کندهار، بشر د فاریاب او عبید د غور ولایت اوسیدونکو) لخوا چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د خاصو تکتیکونو په کارولو سره ترسره شول.
لومړی فدايي مجاهدین وتوانیدل چې د یاد هوټل منځ ته ننوځي، او هلته د اشغالګرو هیوادو په اتباعو او د کابل ادارې په چارواکو باندې عملیات اجرا کړي، له لارښونو سره سم د مجاهدینو لخوا د اشغالګرو هیوادونو اتباع په دقیق ډول تشخیص کیدل او له منځه وړل کیدل.
ورسره د هغې غونډې ګډونوال هم تر حملې لاندې وو چې د کابل ادارې ځينو غړو او د امریکایانو ترمنځ روانه وه.
د انټر کانټینینټل هوټل بریالۍ معرکه چې پوره څوارلس ساعته یې دوام وکړ، بالاخره د پنځو واړو سرسپارلو فدایانو په شهادت او د خارجي او داخلي غلیمانو د لسګونه مهمو افرادو په له منځه تلو سره پای ته ورسیدله.
دغه عملیات چې په ډیر دقیق ډول پلان او په بریاليتوب سره عملي شول، نه یوازې یې د کابل فاسد رژیم وارخطا کړ، بلکې په نړیواله کچه یې د مجاهدینو قوت او د دښمن ضعف هم څرګند کړ. دې عملیاتو دا پیغام هم له ځان سره درلود چې نور زموږ د دین او هیواد دښمنان په هیڅ ځای کې خوندي نه دي او که هر څو په ځان د سیمټي حصارونو او ازغنو سیمونو کمربندونه را تاو کړي، بیا هم مجاهدین د الله تعالی په نصرت سره دا توان لري چې تر دوی ځانونه ورسوي او د خپلو جرمي کړنو سزا ورکړي.
الله تعالی ته سوال کوو چې د حق د لارې د ځانځاروونکو شازلمیو قربانۍ په خپل دربار کې قبولې کړي او د دوی د سپیڅلو وینو په برکت مو هیواد او اولس له کفري اشغال څخه ازاد او د سوکاله اسلامي نظام په نعمت ونازوي.
راځئ! د انټرکانټینینټل حماسه په نوم دالاماره جهادي سټوډيو په زړه پوري اصدار چي تازه نشر ته سپارل شوی دی، د لاندې ورکړل شویو لینکونو په توسط وګورو


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *