په بې وسه اولس د ګوډاګيانو وحشت،د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور نشر شو

څو ورځې وړاندې د کمپاین په نوم وحشي عسکرو د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند زیړي سیمه کې د ملکي خلکو په یوه کور د چاپې په مهال یې ۲ تنه نارینه او ۱ ښځه شهیدان کړل، عيني شاهدان وايي چې عسکو د لومړی د ښځې لاسونه تړلي او په بې رحمۍ سره په چاقوګانو شهيده کړې ده، دغه راز يې کور ته اور ورکړی او بشپړه توګه يې په کور کې له شته ضروري توکو او يو موټر سره د اورخوراک کړ، چې وروسته يې په غبرګون کې د ځنيخېلو، مندوزیو او نورو قومونو سلګونه قهریدلو خلکو د مزدورې ادارې او په ځانګړي ډول د کمپاین د وحشي عسکرو په خلاف پراخ لاریون وکړ.
بلخوا د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند شیرآباد کلي کې شریرو اربکیانو د ابراهیم په نوم دوکاندار په کور د وحشیانه چاپې په ترڅ کې په خپله دوکاندار خپل ابراهیم، ۱ ښځه او ۲ تنه تنکي ماشومان شهیدان، ۵ تنه ښځې او ماشومان یې ټپيان کړل او ۲ نور یې د بندیانو په توګه ورسره یوړل
د اربکيانو د وحشت په غبرګون کې عامو خلکو د مظاهرې په دود د غزني په مرکز کې خيمه ودروله او د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې وکړه، خو د کابل ادارې بې رحمه عسکرو د مظاهرې په دريمه ورځ د لاريون کونکو په خيمه ناتار ډزې وکړې چې له امله يې ۴ تنه شهيدان او ۳ نور يې ټپيان شول.
د ګوډاګۍ ادارې او يرغلګرو امريکايانو دې وحشي او بې رحمه وسلوالو د هيواد په هره سيمه کې له دغسې ظلمونو او قتلونو څخه لاس نه دی اړولی، د هيواد بې دفاع ولس به هله له دې وحشتونو خلاصون مومي چې د اشغالګرو او د دوی تر سیورې لاندې د مزدور او وحشي رژیم ټغر د تل له پار ور ټول کړي.
د کابل د بې واکه ادارې او یرغلګرو د مظالمو په وړاندي په غزني کي د ترسره شوي لاریون ځیني صحنې د الاماره سټوډیو(په بې وسه اولس د ګوډاګيانو وحشت)تر نامه لاندی نشر شوي ویډيويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *