فراه کې د دښمن شکست،د الاماره سټوډیو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي ستوډیو(فراه کې د دښمن شکست)په نوم ۲۱۱ویډیويي راپور نشر کړ.
نوموړی راپور چي ۱۸دقیقې کیږي،په فراه ولایت کي د دښمن په وړاندي د مجاهدینو عملیاتو ته ځانګړی شوی دی.
په دې وروستيو کې داخلي او خارجي دښمن په فراه ولايت کې له شرمونکي شکست سره مخ دی، دښمن دلته په ډير لوی قوت سره د سيمو د لاندې کولو او د خپلو ځالو د ساتلو هڅي وکړې، خو نه يوازې خپل هدف ته ونه ورسيدل، بلکې زيات مالي او ځاني زيانونه يې وګالل.
څو ورځې وړاندې د کابل ادارې زيات شمير عسکر د چورلکو په توسط په ډير غرور سره د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ته د مجاهدينو د ځپلو په موخه داخل شول، عسکرو د شپې ۱۱ بجې په سيا ځنګل سيمه باندې چاپه ووهله، چې له څرخکو د ښکته کيدو په مهال د اسلامي امارت د مجاهدينو له ځپونکي بريد سره مخ شول.
په دې جګړه کې د کابل ګوډاګي رژيم ۱۴ کوماندو عسکرو ژوند له لاسه ورکړ او ۷ نور يې مرګوني ټپيان شول، چې د ۶ تنو جسدونه يې په سيمه کې پاتې و او نور يې بيرته په راغلو چورلکو کې وتښتېدل.
ګوډاګيو عسکرو چې په بالابلوک ولسوالۍ کې شرمونکی شکست او دروند ځاني زيان وليد، د دوهم ځل لپاره يې فراه رود ولسوالۍ ته مخه کړه او يوه لويه قوه يې د عملياتو په موخه داخله کړه، چې دا هم ولسوالۍ ته له ننوتلو سره سم د مجاهدينو تر بريدونو لاندې راغله.
د دې عملياتي قوې د ګڼو ټانګونو او پوځي موټرو په ويجاړيدو سربېره ۳۵ تنه کوماندو عسکر ووژل شول، ګڼ نور يې ټپيان شول او زيات تعداد وسلې يې مجاهدينو غنيمت کړې، د عسکرو جسدونه تر ناوخته په تپه سادات سيمه کې پاتې و، چې بيا د سره صليب او کليوالو له لارې انتقال شول.
په دغه ولايت کې د ګوډاګۍ ادارې له نظامي شکست علاوه په بيلابيلو ارګانونو کې په کار بوخت کسان هم وخت په وخت د حقايقو په درک کولو سره د دښمن له ليکو راوځي او له مجاهدينو سره يو ځای کېږي.
د يادو صحنو نور جريان په (فراه کې د دښمن شکست )په نوم د الاماره سټوډيو په تازه نشر شوي ویډیويي راپور کې د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *