د کندز د خونړې پېښې پر ضد لاريونونه،دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور

څو ورځې وړاندې د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ ادارې د هوايي ځواک لخوا په مدرسه کې د دستاربندۍ په مراسمو بې رحمانه بمباري وشوه، چې لسګونه ماشومان پکې شهيدان او ټپيان شول..
د دې بې رحمانه بمبارۍ په دوهمه ورځ په هيواد کې او دغه راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د عامو مسلمانانو لخوا مظاهرې پيل شوې چې لا هم روانې دي.
په پکتيا کې هم د ګوډاګۍ ادارې په ځانګړي ډول د امريکايانو په ضد لاريو تر سره شو، چې لاريون کونکو پکې (نور په هيواد کې د امريکا شتون نه غواړو) شعارونه ورکول.
دغه راز د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې هم زيات تعداد علماء، د پوهنتونونو، مدارسو او مکاتبو شاګردان او ګڼ عام خلک د يادې خونړۍ پېښې د غندلو په موخه په لاريون راووتل.
لاریونو کونکو د ګوډاګي حکومت له لوري د ترسره شوي وحشت وغندلو او د امریکا له لوري په افغانانو ترسره کېدونکي وحشتونه یې د زغم څخه لرې کار وبللو.
د همدې لاریونونو نور جزئیات د الاماره جهادي سټوډيو په تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي د لاندي ورکړل شویو لینکونو په مټ کتلی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: