غزني مرکز کې تازه فتوحات،دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د فتحو په لړ کې څو ورځې وړاندې د غزني ولايت د مرکز اړوند روضې سيمې ته نژدې ۱ لويه او مهمه قرارګاه او ۴ پوستې، چې د انګار، اومانو، چارکي او ژرندو په نوم ياديدلې، فتحه شوې.
په يادو مرکزونو د بريدونو په مهال د دښمن ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او زيات تعداد سپکې او درنې وسلې او ډول ډول مهمات د مجاهدينو لاس ته ورغلي.
له دې وړاندې هم همدې سيمې ته نژدې د دښمن ۳ پوستې فتحه شوې، چې ۱۲ عسکر پکې ووژل شول او وسلې او مهمات يې مجاهدينو غنيمت کړل.
د دې مراکزو له فتحه کيدو سره له پراخې سيمې د دښمن ټغر په ټوليز ډول ټول شو او سيمه په بشپړه توګه د اسلامي امارت د مجاهدينو تر کنټرول لاندې راغله.
په يادو مراکزو د بريدونو او فتحه کيدو جريان د الاماره سټوډيو د (غزني په مرکز کې تازه فتوحات)راپور کې د لاندي ورکړل شویو لینکو له لاري کتلی او ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *