بلخ او پکتيا کې په پوستو د مجاهدينو چاپې،ویډیويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو په (بلخ او پکتیا کې په پوستو د مجاهدینو چاپې)تر عنوان لاندي ویډیويي راپور نشر کړ.
نوموړی راپور چي ۷دقیقې کیږي او د یادي سټوډيو ۲۱۸راپور دی..
څو ورځې وړاندې د پکتيا ولايت په مرکزي سيمه او د بلخ ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د دښمن په پوستو باندې چاپې ووهل شوې چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او مهمات يې مجاهدينو ولجه کړل.
د پکتيا مرکز ګرديز ته نژدې په ساده کلا سيمه کې د وثيق په نوم پوسته د اسلامي امارت مجاهدينو د شپې ناوخته چاپه ووهله چې په ترڅ کې يې ۳ پوليس ووژل شول، ۲ پیکا ماشيندار، ۲ کلاشنکوفونه، ۱ راکټ او زيات تعداد مرمۍ او مهمات غنيمت شول، له دې علاوه د کومکي قوې ۱ زغروال ټانګ په ماين والوزول شو چې له ۵ تنو عسکرو سره په بشپړ ډول له منځ لاړ او ۱ رينجر موټر هم وسوزول شو.
دغه راز د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ په زيګ زيګ سيمه کې د اربکي قومندان نورالدين په پوسته چاپه ووهل شوه چې له نيم ساعت جګړې وروسته پوسته فتحه او ګڼ عسکر پکې ووژل شول، همدا رنګه ګڼ شمېر وسلې او مهمات مجاهد ته په لاس ورغلل.
د الاماره سټوډيو همکارانو په يادو پوستو د بريدونو جريان او د له دښمن څخه د ولجه شویو مهماتو عکاسي کړې چې په دې تازه نشر شوي ویډيويی راپور کي یې د لاندي ورکړل شویو له لاري کتلی او ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *