په غزني کي د جهادي وضعیت تازه حال،دالاماره سټوډیو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الاماره جهادي ستوډیو(په غزني کي د جهادي وضعیت تازه حال)تر نامه لاندي ویډيويي راپور نشر کړ.
د راپور په لومړۍ برخه کې د غزني ولایت مجاهدین لیدل کیږي چي په ډير منظم شکل سره له موټرو او موټرو سایکلو څخه په استفاده په سیمه کې ګشت وګذار کوي.
همدا راز راپور په منځنۍ برخه کې د الاماره سټوډيو همکار د سیمي له نظامي مسؤلینو سره د غزني او پکتیکا تر منځ د دښمن په وړاندي د تړل شوې لاري په هکله مرکې کړي دي چي په ویډيو کې له بشپړ تفصیل سره راوړل شوې دي.
د دې تازه نشر شوي ويډیويي راپور په وروستۍ برخه کې عام خلګ لیدل کیږي ،د کامرې په وړاندي د کابل د ګوډاګۍ ادارې له ظلم او وحشت څخه سرټکوي .
په غزني کي د جهادي وضعیت تازه حال ویډيويي راپور چي تازه دالاماره جهادي سټوډيو له لوري نشر شوی دی د لاندي ورکړل شویو له لاری کتلی او ښکته کولی شئ.


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: