د پرچمن ولسوالۍ له تسلیم شوي امنیه قومندان سره مرکه

د الخندق عملیاتو په جریان کې څو ورځي وړاندي د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ د مجاهدینولخوا ونیول شوه.
د یادې ولسوالۍ لپاره د کابل ادارې ولسوال حاجي داؤد، امنیه قومندان عبدالولي، استخباراتو مدیر عبدالظاهر د ولسوالۍ له ټول پرسونل سره مجاهدینو ته تسلیم شول او په ولسوالۍ باندې سپين بیرغ ورپيد.
په سیمه کې مسول مجاهدین وایي د پرچمن ولسوالي چارواکو د اسلامي امارت له عمومي‌عفوې څخه استفاده وکړه او له مجاهدینو سره په تماس کې شول، د ولسوالي تر سپارلو مخکې د پرچمن د امنیتي‌چارواکو لخوا یو پلاوي مجاهدینو ته ولیږل شو او له مجاهدینو سره تر لیدلو وروسته یې ولسوالي په بشپړ ډول د اسلامي امارت مجاهدینو ته وسپارل شوه او سپین بیرغ پرې رپاند شو. د لا ښه وضاحت لپاره تاسو د هغې ویډیويي مرکې اوریدلو او لیدلو ته رابولو چې د پرچمن ولسوالي د قومندان له لوري د رالیږل شوي هیئت له غړي سره ترسره شوې.
د پرچمن ولسوالۍ له تسلیم شوي امنیه قومندان سره مرکه د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *